د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جنورۍ په ۶مه نېټه د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې، د روغتيا نړيوال سازمان د غړيو هېوادونو په غونډه کې د چين د ګډون په اړه وویل، چې چين غواړي د روغتيا نړيوال سازمان په شمول له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ پياوړې کړي، څو د کرونا وبا ضد مبارزه کې برياليتوب تر لاسه او د خلکو روغتيا وساتي.
نوموړې وویل، چې د جنورۍ په ۵مه نېټه د روغتيا نړیوال سازمان په بلنه، د چين کارپوهانو د دغه سازمان د غړيو هېوادونو په يوه غونډه کې ګډون وکړ او د غونډې ګډونوالو ته يې د کرونا وبا ضد د چين د وقايې او کنټرول د تدبيرونو، د نوې بڼې ويروس د څارنې، د کرونا وبا ضد واکسين د ورکولو او د ناروغانو د درملنې په اړه معلومات وړاندې کړل. د دې تر څنګ، د چين کارپوهانو د نورو غړيو هېوادنو له ګډونوالو سره د نظريو تبادله هم وکړه.