د برازيل د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۵مه نېټه اعلان وکړ، چې برازيل له ډيپلوماتيکې لارې د لاتيني امريکا او کاريبين هېوادونو ګډې ټولنې (CELAC) غړو هېوادونو ته خبر ورکړی، چې دغه هېواد به په سمدستي ډول په دغه مهم سيمه ييز ميکانيزم کې بيا ګډون وکړي.
د برازيل د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وویل، چې دا د برازيل د ډيپلوماټيک ميراث د بيا ابادۍ او په نړيواله ټولنه کې د دغه هېواد د بيا شاملېدو لپاره يو مهم قدم دی. د برازيل رسنيو خبر ورکړ، چې د برازيل نوی ولسمشر لويز ايناچيو لولا داسيلوا به د روانې مياشتې په ۲۴مه نېته د ارجنټاين په پلازمېنه بوينس ايرس کې د نوموړې ګډې ټولنې په ۷مه سرمشريزه کې ګډون وکړي.