چين ټينګار لري‌، چې د سوريې د کيمياوي وسلو د مسئلې د حل لپاره يوازينۍ لاره ډیالوګ او سلامشوره ده
CMG2023/01/07 14:39:19
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دایمي پلاوي وزيرمختار سون جه چيانګ د جنورۍ په ۵مه نېټه د سوريې د کيمياوي وسلو د مسئلې په اړه د امنيت شورا په غونډه کې  وویل، چې ډيالوګ او سلامشوره د دې مسئلې د حل لپاره يوازينۍ لاره ده.

نوموړي  وویل، چې د سوريې حکومت او د کيمياوي وسلو د ممنوعيت سازمان تخنيکي سيکرتريت بايد خپلمنځي تګ راتګ پياوړی کړي او د مسئلې د حل لپاره دې هڅه وکړي. چين د دې هرکلی کوي، چې د سوريې حکومت، د کيمياوي وسلو د ممنوعيت سازمان د تخنيکي سيکرتريت او د ملګرو ملتونو د پروژې خدمت دفتر ترمنځ‌ لاسليک شوی درې اړخيز تړون تمديدیږي. 

نوموړي د کيمياوي وسلو د ممنوعيت سازمان عمومي مدير او د سوريې د بهرنيو چارو وزير ترمنځ د ليدنې په اړه  وویل، چې چين د سوريې حکومت هڅوي،  څو له تخنيکي سيکرتريت سره همغږي  پیاوړې کړي او په ګډه د ليدنې لپاره چمتووالی ونيسي.