د امريکا د ساري ناروغيو ټولنې (IDSA) د جنورۍ په شپږمه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چيني سيلانيانو پر ننوتلو د امريکا د محدودیتونو په اړه خپل اعتراض څرګند کړ او ویې ویل، چې دا به نه یوازې د ویروس د خپرېدو ضوعيت پر کنټرول ډېره اغېزه ونه کړي، بلکې د ګردې نړۍ د ډېرېدونکو قضیو په بشپړ ډول ارزولو کې مرسته هم ونه کړي.
نه یوازېIDSA ، بلکې ډېرو ایپیډیمولوژیسټانو په دې وروستیو کې غوښتنه کړې، چې د چیني سیلانیانو پر وړاندې محدودیتونو لګولو ته اړتیا نشته. د مثال په توګه، د اکسفورډ پوهنتون پروفیسور اریس کاټزوراکیس په ګوته کړه، چې پر چیني سیلانیانو د سفر محدودیتونه بې ځايه دي. د اروپا د ناروغیو دکنټرول او مخنیوي مرکز په ګډون مسلکي سازمانونو په ښکاره ډول ویلي، چې له چین څخه په مسافرینو د محدودیتونو لګول غیر معقول دي. د اروپا د هوايي ډګرونو شورا، چې د اروپا د څه دپاسه ۵۰۰ هوايي ډګرونو استازيتوب کوي، هم په دې وروستيو کې د چيني سیلانیانو پر وړاندې د ننوتلو محدوديتونه غندلي دي. امریکايي سیاستوال باید دغو علمي او منطقي غږونو ته په دقت غوږ ونیسي.
د وبا د مخنيوي د تدبيرونو له نظره، خلک په ياد لري، چې د ۲۰۲۰م کال د وبا د خپرېدو په لومړیو پړاوونو کې، امريکا د چينايانو د ننوتلو د محدودولو لپاره اړوند تدبيرونه نيولي وو، خو په امریکا کې کرونا وبا لاهم په چټکۍ سره خپره شوه او په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته شويو وګړو او مړو شویو وګړو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زیات دی. دا د ثابتولو لپاره کافي دي، چې د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول لپاره د ساینسياقداماتو په نشتوالي کې، د سفر محدودیتونه د وبا په مخنیوي هېڅ اغېزه نه لري.
د ویروس له تحلیل څخه لیدل کېږي، چې اوس مهال په چین کې پيدا شوی عمده ویروس دمخه په ټوله نړۍ کې پراخ خپور شوی. د مثال په توګه، چین د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په پای کې د ویروسBF.7 بڼه کشف کړه او د انفلونزا ډیټا د شریکولو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، BF.7 بڼه لومړی ځل د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې په فرانسه کې کشف شوه؛ د ۲۰۲۲م کال د مې په پای کې، چین د BA.5 بڼېانفیکشن د لومړۍ قضیې راپور ورکړ، چې پر دغه ويروس اخته شوی وګړی له بهر څخه چين ته راغلی اوBA.5 بڼه لومړی ځل د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې په جنوبي افریقا کې پيدا شوې وه. دا ښیي، چې اوس مهال په چین کې خپور شوی عمده ویروس له بهر څخه وارد شوی دی. د امريکا د روغتیا میټریک او ارزونې انسټیټیوټ(IHME)مشر کریس موري وویل، چې په چین کې د کرونا ویروس نوې بڼې د رامنځته کېدو خطر ډېر ټیټ دی. په مقابل کې، په امريکا کې د کرونا وبا په اړه له ۴۰ سلنې څخه ډېر ناروغان پرxbb.1.5 بڼې اخته شوي، کوم چې تر ټولو پراخ خپره شوې بڼه ګرځېدلې ده.
هغه امریکایي سیاستوال، چې په سیاسي لاسوهنې بوخت دي، باید هېر نه کړي، چې په تېرو درېیو کلونو کې، د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول د امریکا تګلارې امریکایانو ته ډېر ګران قیمت ورکړی. له ۱۰۰میلیونو څخه ډېر امریکایان په کرونا وبا اخته شوي، له ۱ میلیون او ۸۰ زرو څخه ډېر امریکایان د کرونا وبا له امله مړه شوي او ۲۵۰ زره ماشومان د وبا له امله یتیمان شوي دي. «نيويارک ټايمز» ورځپاڼې د روانې میاشتې په ۵مه نېټه دې ته اشاره وکړه، چې د امريکا اوسنۍ کړنلاره د ۲۰۲۰م کال په لومړيو کې د چين پر ضد د سفري بنديز په شان ده، چې د توکمپالنې سياست دی. که دوی د ساینس ضد سړک په اوږدو کې په تګ ټینګار وکړي، دا د امریکایانو په وړاندې جرم دی او دوی به د ساینس لخوا مجازات شي.