د فيلپين ولسمشر فيرديناند روموالديز مارکوس په دې وروستيو ورځو کې له چين څخه رسمي ليدنه کړې. د چين او فيلپين ترمنځ سوداګريزو همکاريو د نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې. د چين د سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي وياندې شو يو تينګ د جنورۍ په ۶مه نېټه په يوه انلاين مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې، په دې وروستيو کلونو کې یادو هېوادونو د سوداګريزو همکاريو په برخه کې ښه او زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.
نوموړې وویل، چې د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې، چين په مسلسلو ۶ کلونو کې د فيلپين تر ټولو لوی سوداګريز ملګری او دوهم لوی صادراتي بازار ګرځېدلی دی. دغه راز چین د فيلپين د کرنيزو توليداتو درېيم لوی صادراتي بازار دی. د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د چين او فيلپين ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه ۸۰ ميليارډو او ۴۱۰ میليونو ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۳ زياتوالی ښيي.
نوموړې زياته کړه، چې په فيلپين کې د چيني تصديو پانګونه زيات لاسته راوړنه لري. د فيلپين د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د دغه هېواد په خدماتو، لوجيستيکس، زراعت، فولادو، مخابراتو او نورو برخو کې د چيني تصديو پانګه ۲ ميليارډو ا و ۹۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې ده.