د نړیوال هوایي ټرانسپورټ ټولنې، د اروپايي هوایي چلند شرکتونو ټولنې او د اروپايي هوایي ډګرونو شورا په شمول ډېرو نړیوالو هوايي سازمانونو د جنورۍ په پنځمه نیټه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د اروپایي ټولنې د هغه وړاندیز په اړه خواشیني څرګنده کړه چې له چين څخه ورغلي مسافر بايد په الوتکه کې له سپرېدو مخکې د وبا دازموینې د منفې پایلې سند وښیې او هیله یې څرګنده کړه چې اروپايي ټولنه دې د جنورۍ په نیمایي کې د یاد وړاندیز بیا ارزونه وکړي.
په اعلاميه کې ویل شوي چې د اروپایي ټولنې دغه وړاندیز د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز لخوا له صادر شويو پخوانیو ارزونو سره سمون نه لري. د اروپایي ټولنې وړاندیز علمي اساس نه لري او نه هم د خطر د ارزونې پر اساس جوړ شوی دی.