د کرونا وبا د کنټرول او مخنيوي په اړه د چين نوې تګلاره د جنورۍ له ۸مې نېټې څخه تطبيق شوه
CMG2023/01/08 14:41:13
شريکول:

د جنورۍ په ۸مه نېټه په رسمي توګه د کرونا وبا د کنټرول او مخنيوي په اړه د چين د نوې تګلارې تطبيق پيل شوی. د چين د مهاجرينو ادارې معلومات ورکړي، چې د چين په بېلا بېلو ځمکنيو بندرونو کې به د مسافرو تګ راتګ قدم په قدم بېرته عادي شي.

په همدې ورځ د چين د مانچوريان، ايرېنهوت، خورګوس، ژوي لي، مو هان، هه کو، سوي فن هه، هوي چون په شمول ۸ ځمکني بندرونه د مسافرو پرمخ پرانیستل شوي دي. د چین د لويې برخې او د هانکانګ او ماکاو ترمنځ په بندرونو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره لا آسانتیاوې رامنځته شوې دي.