امريکا حق نه لري چې د وبا په وقايې او کنټرول کې د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو واچوي
CMG2023/01/08 14:50:49
شريکول:

اوس په امريکا کې د RSV، کرونا او انفروانزا په شمول څو ډوله وبا د خپرېدو په حال کې ده. د امريکا د روغتيا او عامه خدماتو وزارت د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۳ميلادي کال په لومړۍ اوونۍ کې د دغه هېواد د ټولو روغتونونو د سختو ناروغانو د پالنې په خونو (ICU) کې ۷۸،۹۹سلنه بسترونه او د عامه ناروغانو په خونو کې ۷۹،۹۱سلنه بسترونه استعمال شوي دي. (( واشينګټن پوسټ)) ورځپاڼې خبر ورکړ، چې د امريکا طبي سيستم له سختې ستونزې سره مخ دی.

حقيقت دا دی، چې په امريکا کې دا ستونزه له تېرو درېيو کلونو راهيسې هېڅکله نه ده ختمه شوې. د امريکا د ناروغيو د کنټرول مرکز د معلوماتو له مخې، دغه هېواد په تېرو درېيو کلونو کې پنځه ځله د کرونا وبا د خپرېدو له سخت وضعيت سره مخه شوی او کله چې پر کرونا وبا د اخته وګړو شمېر لوړ حد ته ورسيد، د امريکا په داخل کې د طبي سيستم د سقوط په اړه خبرونه ډېر ليدل کېدل.

د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۰م کال په پيل کې د امريکا پخواني ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ، چې د بېړنۍ ستراتيژۍ زېرمه شوي طبي توکي نږدې ټول ختم شوي دي. د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ کې د امريکا د روغتيا وزارت د راپور په خپرولو سره وويل، د دغه هېواد طبي خدمات د کرونا وبا له امله له دايمي ننګونو سره مخ دي. د ۲۰۲۲م کال په پيل کې د Axios په نوم امريکايي خبري رسنۍ خبر ورکړ، چې  اوميکرون ويروس د امريکا پر طبي سيستم دروند فشار اچولی. د ۲۰۲۲م کال په جولای کې د امريکا خبري رسنۍ خبر ورکړ، چې د امريکا په طبي سيستم د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ شوې ده.

امریکا د طب په برخه کې د نړۍ تر ټولو پرمختللی هېواد دی. ولې د کرونا وبا له درې کلن بهیر وروسته د دغه هېواد طبي سیستم نه دی بشپړ شوی؟ څېړونکو ويلي، چې د امريکا حکومت د واقعي مسئلو حل ته توجه نه ده کړې، بلکې هڅه يې کړې چې کرونا وبا ته سیاسي رنګ ورکړي.

امريکا د کرونا وبا ضد مبارزې کې د حکومت د ناکامۍ له امله لوړه بيه ورکړې. په امريکا کې پر کرونا وبا د اخته وګړو شمېر له ۱۰۰ ميليونو څخه زيات شوی، تر ۱ ميليون او ۸۰ زرو زيات وګړي د دغې وبا له امله مړه شوي او ۲۵۰ زرو ماشومان د دغې وبا له امله يتيميان پاتي شوي.

امريکايي سيستوالو په خپل هېواد کې پر سخت وضعيت سترګې پټې کړې او پر چين يې بې بنسټه نيوکې کړې دي.

چين په تېرو درېيو کلونو کې د کرونا وبا د سختو خپرېدو په موده کې د دغې وبا د وقايي او کنټرول جدي تدبيرونه ونیول، چې له امله يې د سختو ناروغانو او د ویروس له امله د رامنځته شوې مړينې کچه ډېره ټيټه ده، د کرونا ضد واکسين او درملو د څېړنو او استعمال او د طبي توکو او خدماتو د چمتوالي لپاره يې کافي وخت برابر کړی دی. چين وخت په وخت د وبا د وضعيت د بدلون له مخې اړوند تدبيرونه اصلاح کړي او د چين حکومت په دې بهير کې هېڅ وخت نه دی ضایع کړی او تل يې د مسئلو او ستونزو د حل لپاره هڅې کړي.

د بريتانيا سمتند فلم ډايريکټر مالکولم کلارکي تېر درې کاله په چين کې ژوند کړی اوهغه وايي، ده د خلکو د ژوند او روغتيا د ساتلو لپاره د چين له اقداماتو څخه ګټه اخیستې ده.

امریکايي سیاستوال د خپلو هېوادوالو د ستونزو پروړاندې بې تفاوته دي او خپلو خلکو ته يې هېڅ نه دي کړي. دوی د ویروس د خپرېدو په برخه کې پر نورو د بې ځایه نیوکې حق نه لري.