سروې: په چين کې له ۹۰ سلنه زیاتې بهرنۍ تصدۍ د چین د اقتصادي پرمختګ په اړه باور لري
CMG2023/01/08 14:39:48
شريکول:

د چين د تجارت هڅوونکې ټولنې په دې وروستۍ موده کې په دغه هېواد کې له ۱۶۰ ډېرو بهرنيو تصديو او سوداګريزو ټولنو کې په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د چین د اقتصاد په اړه د هغوی د نظر سروې کړې ده. د سروې د نتيجې له مخې، ۹۹.۴ سلنه بهرنۍ تصدۍ په ۲۰۲۳م کال کې د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه باور لري. زياتو نړیوالو تصديو د سروې په ترڅ کې ويلي، چې چين د پانګونې مهم ځای دی.

د زېيسس (Zeiss) په نوم مشهورې نړیوالې تصدۍ د چين د جيانګ سو ولايت په سو جو صنعتي سيمه کې د ۱۷۰ ميليونو يوانو په ارزښت پانګه اچولې او په دې وروستيو کې يې د لوړ معيار څېړنيز مرکز او توليدي‌ ځنځير جوړ کړی. د ۲۰۲۲م کال تر پايه، د چين د ګوانګ دونګ ولايت په جان جيانګ ښار کې د جرمني د کيمياوي صنعت لويې تصدي باسف (BASF) د عصري توليدي مرکز د جوړېدو کارونه پيل شوي، چې عمومي پانګه يې تقريباً ۷۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې او دا د جرمنۍ تصديو له خوا په بهر کې تر ټولو لويه پانګونه ده.