د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر تر پايه پورې د چين د بهرنيو اسعارو ذخيره ۳۱۲۷ ميليارډو او ۷۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې
CMG2023/01/08 14:29:54
شريکول:

د چين د بهرنیو اسعارو ملي ادارې د جنورۍ په ۷مه نېټه يو تازه شمېر خپور کړی، چې له مخې يې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر تر پايه پورې د چين د بهرنيو اسعارو ذخيره ۳۱۲۷ ميليارډو او ۷۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې، چې د نومبر د پای ورځو په پرتله ۱۰ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه ډالره زياتوالی ښيي، چې د دې زياتوالي اندازه ۰.۳۳ سلنه ده.