د پاکستان صدراعظم د سیلابونو ضد مبارزه کې د چین د سترې مرستې مننه وکړه
CMG2023/01/08 14:15:39
شريکول:

 د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د جنورۍ په شپږمه نېټه وويل، پاکستان د چين له حکومت او تصديو څخه مننه کوي چې په دغه هېواد کې له وروستیو سیلاب ځپلو سره ستره مرسته کړې ده.

 د چين د انرژۍ انجنیرۍ ګروپ په همدې ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د صدراعظم په ماڼۍ کې د سيلابونو ضد د دغه هېواد د صدراعظم صندوق ته د مرستې پيسې ورکړې.‌ شهباز شريف د بسپنې د ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړ. هغه وويل، پاکستان د چين د حکومت او تصدیو له اوږدمهاله مرستو او ملاتړ څخه مننه کوي او زیاته يې کړه، چیني تصدیو په پاکستان کې اوږدمهاله ټولنیز مسوولیتونه ادا کړي دي. په تېره بيا په تېر کال کې چیني تصديو په پاکستان کې سیلاب ځپلو خلکو ته سترې مرستې برابرې کړې.

 شهباز شریف دا هم وويل چې د پاکستان او چين اقتصادي دهليز پاکستانیانو ته ګټې رسولې دي او چيني‌ شرکتونو په پاکستان کې د انرژۍ او بنسټيزو تاسيساتو په ګډون په بېلابېلو برخو کې ستر خدمتونه کړي‌ دي.