کېوين مککارسي د امريکا د ۱۱۸مې دورې ملي پارلمان د عوامو مجلس مشر وټاکل شو
CMG2023/01/08 14:31:50
شريکول:

په ځايي وخت د جنورۍ په ۷مه نېټه د امريکا د عوامو مجلس د مشر ټاکنې لپاره ۱۵م ځل رايګيري تر سره شوې. د جمهوريت غوښتونکو ګوند کاندید کېوين مککارسي له ۲۱۶ څخه زياتې رايې چې د دې رايګيرۍ له نيمايي څخه زياتې‌ کېږي تر لاسه کړې. له دې امله يې د امريکا د ۱۱۸مې دورې ملي پارلمان د عوامو مجلس مشري وګټله.