د چین میډیا ګروپ له وبا سره د دغه هېواد درې کلنې مبارزې ته د کتنې په اړه يو فلم خپور کړ
CMG2023/01/08 14:13:25
شريکول:

چين د جنورۍ له اتمې نیټې څخه د کرونا وبا د وقايې او کنټرول نوې تګلاره پلې کړې چې دغه بدلون د کرونا وبا پر وړاندې د چين د درې کلنې مبارزې په بهير کې يو مهم ګام دی او ستر اهمیت لري. د چين ميډيا ګروپCGTNچينل د وبا د مخنيوي لپاره د چین د تدبيرونو د سمون په پام کې نيولو سره نړيوالو ته یو فلم وړاندې کړی چې نوم یې دی کلابندي ماته شوه. دغه فلم د کرونا وبا د مخنيوي په اړه د چین د هڅو درې کلن تاريخ ته له نړيوال ليد څخه کتنه کوي او په اغيزمنه توګه د وبا د مخنيوي لپاره د چين د تدبیرونو د سمون او د طبي سرچينو د تضمين په هکله د لوېديځو هېوادونو بې ځايه نيوکو او شکونو ته ځوابونه ورکوي. 

 په دغه فلم کې د بېلا بېلو ساحو کارپوهانو او کلیدي خواوو غږونه، د کوربه نظرونه، ارقام او انځورونه شامل دي او د واقعي معلوماتو له لارې نړیوالو ته ښيي چې چين د وبا له رامنځته کېدو راهیسې تل د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړی او په فعاله، علمي، منطقي او منظمه توګه يې د وبا د مخنیوي لپاره تدبیرونه نيولي او د وبا د بدلونونو له مخې يې په دوامداره توګه خپل تدبیرونه اصلاح او تعدیل کړي، په دې توګه يې تر خپلې وسې پورې د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره کار کړی او پر ټولنیز او اقتصادي پرمختګ يې د وبا اغیزې کمې کړې.