امریکا باید د نورو هېوادونو د مبارزې بې اساسه ارزونه ونه کړي
CMG2023/01/09 15:41:18
شريکول:

چين د روان ۲۰۲۳کال د جنورۍ په اتمه نېټه د کرونا وبا د قابو کولو اقدامات بيا تعدیل کړي او دغه هېواد ته يې پر ورتلونکو مسافرو او مالونو د ساري ناروغيو څار لغوه کړی دی. د دې ترڅنګ نورو هېوادونو ته يې د خلکو سيلانيزې چارې په منظمه توګه عادي کړې دي. د چين رسمي شمېرنې ښيي، چې په همدې ورځ دغه هېواد ته د ورتلونکو مسافرو او له دې هېواده د وتونکو الوتکو د ټکټونو پلور د ۲۰۲۰م کال له مارچ راهيسې اوج ته رسېدلی دی.

چين د دغې ورځې لپاره درې کلن تياری نیولی دی. دغه هېواد په تېرو دريو کلونو کې د کرونا وبا ضد سخته مبارزه کړې او د حالاتو له بدلونونو سره سم يې د وبا د قابو کولو اقدامات تنظيم کړي، چې پدې سره يې د وبا د قابو کولو ترڅنګ اقتصاد او ټولنې ته وده ورکړې او د خلکو د تګ راتګ لپاره يې اسانتياوې برابرې کړې دي. بلومبرګ خبري اژانس په خپله تبصره کې پدې اړه ارزونه کړې چې د خلکو د تګ راتګ اسانتيا د نړۍ ډېرو هغو هېوادونو ته ګټې ورسوي، چې وده يې د چين پر مسافرينو تکيه کوي. یو شمېر نړيوالو اقتصادي ارګانونو په اشارې سره ويلي، چې د چين اقتصاد ښايي په چټکۍ بيا وغوړېږي او دا به د نړيوال اقتصاد لپاره ښه زېری وي.

په عين وخت کې عجيبه پېښه هم رامنځته شوې او هغه دا چې ځينو امريکايي سياستوالو او خبري رسنيو له وړاندې له چين څخه وغوښتل چې سفريز محدوديتونه دې لغوه کړي، اوس چين د وبا د قابو کولو اقدامات تنظيم کړي، خو دغو امریکايي سياستوالو او رسنيو بيا د چين دغه کړنه غندلې او ويلي يې دي چې چين پوره چمتووالی نه دی نیولی او پر چيني مسافرينو يې محدوديتونه وضع کړي دي. د دوی کړنه رضاکارانه او دوه مخی چلند دی او د کرونا وبا ضد د چين د مبارزې له برياليتوبونو څخه يې کرکه او ناوړه نیت څرګند شوی دی.

په تېرو دريو کلونو کې د کرونا وبا ضد نړيواله مبارزه له کړاوه ډکه وه او د ماراتن د ځغاستې سیالۍ ته ورته وه. چين د وبا د قابو کولو لپاره انعطاف منونکي اقدامات غوره کړي او د خلکو ژوند او روغتيا يې ټينګ ساتلي او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته يې د وبا منفي اغېزې تر ډېر بریده کمې کړې دي.

چين په تېرو دريو کلونو کې د وبا د قابو کولو جدي اقدامات غوره کړل او په وهان ښار، هوبې ولايت او شانګهای ښار کې يې په لويې پيمانې د وبا د خپرېدو حالات کنټرول کړل، دغه راز خپل هېواد ته يې د وبا د پنځو نړيوالو څپو د خپرېدو مخه ونيوله او د سختو ناروغيو او مرګ کچه يې ډېره کمه کړې ده. په چين کې د وبا د خپرېدو د مخنيوي په هممهاله چيني طب پوهانو د چيني دوديز طب مطالعه وکړه او ګڼ شمېر درملونه يې جوړ کړل. د دې ترڅنګ د چين حکومت د واکسين د تطبيق بهیر چټک کړ او اوس په دغه هېواد کې تر ٪ ۹۰ زياتو خلکو ته درې ډوزه واکسين تزريق شوي او د تزريق شوو واکسينونو شمېر يې له ۳ ميليارډو او ۴۸۰ ميلیونو ډوزو پورته شوی دی.

درې کاله دمخه کرونا وبا په ناڅاپه توګه رامنځته شوه او د چين طبي او روغتيايي سيستمونه يې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي. چين د دغو ننګونو پروړاندې د ناروغيو د کنټرول سيستم لاپسې اصلاح کړی او د سختو ناروغانو د درملنې طبي سرچينې يې ډېرې پياوړې کړې چې پدې سره يې د وبا د قابو کولو اقداماتو د تنظيم لپاره ښې زمينې برابرې کړې دي. امريکايي ليکوال ماريو کاولو په چين کې اوږدمهاله اوسېږي، نوموړی وايي، چين د وبا د قابو کولو اوسني اقدامات د تېرو دريو کلونو تجربو او تياري په اساس تنظيم کړې دي.

چين د وبا ضد مبارزې لپاره په شعوري ډول پوره چمتووالی نیولی دی. امريکا د وبا پر وړاندې ښه تدابیر او چمتووالی غوره نه کړ او مجبوره شوې چې وبا ته ځان تسليم کړي. دغو ټکو ته په کتو د دواړو هېوادونو مبارزې یو د بل سره توپیر لري.

چين د اقداماتو د تنظيم ترڅنګ طبي خدمات هم اصلاح کړي، لکه د تبې د تشخیص او درملنې زيات کلينيکونه يې پرانيستي دي، د ناروغانو د د روغتيايي وضعيت له مخې يې د طبي خدماتو او درملنې سرچينې پراخې کړې دي، انلاين کلينيکونه يې جوړ کړي او د درملو عرضه يې هم تقويه کړې ده. دغه راز د چين حکومت د  زړو کسانو، امېدوارو ښځو او ماشومانو پر روغتيا تمرکز کړی او د سختو ناروغيو او مرګ کچې د راټيټولو لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.

چين د وبا ضد مبارزه کې د ليدو وړ بريا ګټلې ده، اوس يې د وبا د قابو کولو چارې نوي پړاو ته داخلې شوې او دا د نړيوال اقتصاد په بيا سمسورتيا کې ډېرې مرستې کولی شي. هغه امريکايي سياستوال چې د چين اقدامات يې غندلي، باید فکر وکړي، چې د خپل هېواد د وبا د قابو کولو اقدامات یې څه نيمګړتياوې لري او نړۍ ته يې څه زيانونه رسولي دي.

د امریکا حکومت په تېرو دريو کلونو کې د وبا پر وړاندې کارنده مبارزه ونه کړه او د مبارزې د لاسته راوړنو فرصتونه یې يو له بل پسې له لاسه ورکړل. د فدرالي حکومت او  ايالتونو ترمنځ سيالي سخته روانه ده، دوه لوی ګوندونه يې  يو د بل په ځپلو بوخت دي او سياستوال یې د ټاکنو لپاره د رايو او پيسو په راجلبولو او ګټلو  لګيا دي، چې له دې امله په دغه هېواد کې د وبا د مخنيوي قوتونه نه دي راټول شوي او خلک د ويروس د خپرېدو پر وړاندې هېڅ ښه انتخاب نه لري او يوازې ويروس ته ځان تسليموي. په تېره بيا ځينې ناپوه سياستوال د ساينس د مخنيوي په راس کې قرار لري، چې له امله يې د امريکا په ټولنه کې د ساينس او پوهې پر ضد احساسات راپارول شوي  او د وبا د چټک خپرېدو سبب ګرځېدلي دي. ويل کېږي، چې په امريکا کې د کرونا وبا خپرېدا طبيعي ناورين نه دی، بلکې د دغه هېواد د عامې روغتيا پاليسیو او سياسي نظام د کمزورېدو له کبله رامنځته شوې ده.

اوسمهال په امريکا کې ډېری ويروسونه د خپرېدو په حال کې دي او د خلکو روغتيا  ډېره ګواښي، خو ځينې امريکايي سياستوال خپل مسئوليت پر غاړه نه اخلي، بلکې د وبا پر ضد د چين پر بريالۍ مبارزې تورونه لګوي او هڅه کوي چې خپل مسئوليت پر چين واچوي.

د جنورۍ اتمه نېټه د چين او نړۍ لپاره نوی پیل دی او د نړۍ اکثره هېوادونو د چين د تنظيم شوو اقداماتو هرکلی کړی دی، خو هغه امريکايي سياستوال چې خپل تمرکز يې پر خپلو دندو نه دی کړی او  پر نورو هېوادونو د خپل مسئوليت د اچولو په لټه کې دي، خامخا به ناکامېږي.