د امريکا ولسمشر جو بایډن د جنورۍ په اتمه نېټه، د امريکا او مکسیکو پر ګډې پولې پروت د ټکساس ایالت د يل پاسو ښار ته رسېدلی او هلته يې د دې ایالت له والي او نورو چارواکو سره ليدلي دي.
امريکايي رسنيو ويلي، ټکساس ایالت ته د بايډن د سفر پر مهال، ګڼ شمېر خلکو د امريکې د کډوالۍ تګلارې ضد لاريونونه کړي دي.
لاريونوال د ټکساس ايالت د سرحدي ګزمې مرکز شاوخوا راټول شوي وو او د امريکې د کډوالۍ تګلارې پر ضد يې شعارونه ورکول.
ټکساس ته د بايډن د سفر موخه په سرحدي سیمو کې د کډوالۍ زده کړه ښودل شوې ده.
د مالوماتو له مخې، بایډن به له دغه سفر وروسته مکسیکو ته ولاړ شي او هلته به د شمالي امريکا د مشرانو په غونډې کې ګډون ولري او د مکسيکو او کاناډا له مشرانو سره به په يو لړ مسئلو خبرې وکړي. (ژباړه: شکريه)