د چين حکومت د جنورۍ په ۸مه نېټې د کرونا وبا د کنټرول او مخنيوي نوې تګلارې ته د عمل جامه اچولې ده.
د هېواد په بېلا بېلو ځمکنيو بندرونو کې د مسافرو تګ راتګ او ټرانسپورټي چارې د عادي کېدو په حال کې دي.
چين تر اوسه د مانچوريان، ايرېنهوت، مو هان، هه کو، سوي فن هه، هوي چون په شمول څو ځمکني بندرونه د مسافرو پرمخ بيا پرانیستلي دي.
د چين کډوالو ادارې ويلي، چې په روان کال کې به د هېواد د بېلابېلو ځايونو سرحدي لارې او بندرونه ډېر بوخت وي، ډېر خلک به تګ راتګ پېل کړي او د خلکو تګ راتګ به ګام په ګام له وبا مخکې حالت ته وګرځي.