چين فضا ته ۳ سپوږمکۍ په بریالیتوب وتوغولې
CMG2023/01/09 11:38:40
شريکول:

چين د جنورۍ د نهمې نېټې د سهار په ۶ بجو د ون چانګ د سپوږمکيو توغولو له مرکز څخه  SJ-23سپوږمکۍاو Test 20 A او Bدوه سپوږمکۍ فضا ته توغولې دي.

چين يادې سپوږمکۍ د CZ7 راکټ په وسيله فضا ته ليږدولي او خپل ټاکلي مدار ته ننوتلې دي.

چين خپل د سپوږمکيو د توغولو ماموريت بريالی اعلان کړی دی.

د مالوماتو له مخې، چين به په فضا کې خپله SJ-23سپوږمکۍ په عمده توګه د ساینسي تجربو او تخنیک په برخه کې وکاروي اوTest 20 A/Bسپوږمکۍ به په مدار کې د فضا چاپېريال د څارنې په ګډون د نويو ټیکنالوژیو د ازموینې لپاره وکاروي.

دا د CZمسلسلو راکټونو ۴۵۹م دنده وه، چې يادې سپوږمکۍ يې فضا ته رسولې دي. (ژباړه: شکريه)