سي جي ټي اېن د نوي کال لومړی ټلویزیوني فورم ترسره کړ
CMG2023/01/09 15:18:40
شريکول:

 د سي جي ټي اېن(CGTN) فرانسوي څانګې د جنورۍ په اوومې نېټې د نوي کال لومړی تلويزيوني فورم " د چين اقتصادي سمسورتيا او نړيوال فرصتونه " تر سره کړی دی.‌

په ياد فورم کې د فرانسې، سویس، کامرون، مراکش او سینیګال د طب، اقتصاد، ټولنپوهنې او د نړيوالو مسئلوکارپوهانو او اند پوهانو، په چین کې د تصدیو مشرانو او د ځینو بهرنیو رسنیو خبریالانو د وبا د ساینسي او جديمخنیوي او کنټرول، د وبا د مخنیوي او کنټرول د همغږۍ او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د واکسين او درملو د څېړنې په اړه بحثونه کړي دي.

د فورم ګډونوالو د چین د وبا د مخنیوي او کنټرول ۳ کلن بهیر ته ځغلنده کتنه کړې، د چين اقتصادي غوره والی یې څېړلی او د چين د لوړ کیفیت پرمختګ نوی سفر یې ګټور بللی دی. 

دوی ويلي، چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د وبا د خپرېدو په درشل کې د خلکو روغتيا او هوساینې ته لومړيتوب ورکړی، د وبا د مخنيوي او کنټرول علمي، دقيق او اغېزمن تدبيرونه يې نيولي او د اړوندو درملو د څیړنې او خلکو ته د واکسين د تزریق کولو لپاره يې کوښښونه کړي دي او همدا لامل دی، چې په چين کې د کرونا وبا د سختېدو مخه نېول شوې او د ناروغانو د مړینې کچه هم پکې ډېره کمه ده.

کارپوهانو ويلي، چې د چين حکومت د وبا د مخنيوي او کنټرول او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د لا ښې همغږې لپاره له حالاتو سره سم د وبا د مخنيوي او کنټرول تدبيرونه اصلاح کړي دي.‌ په نوي کال کې به د چین اقتصادي سمسورتيا نړۍ ته لازيات فرصتونه برابر کړي.