د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د چین پولیسو ته د دوی د ځانګړې ورځې مبارکي ويلي ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې هیله ښودلې، چې پولیس د هېواد امنیت او ټولنې ثبات د ساتلو لپاره لوی او ښه خدمتونه وکړي او د هېواد ټولو ادارو ته يې د سیاسي او قانوني کارونو لارښوونې کړي او ويلي یې دي، چې اړوند ارګانونه باید د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيې جدي پلې کړي، د ګوند پر لارښوونې، خلکو ته پر لومړیتوب ورکولو او له ناسمو کړنو سره د مقابلې پر روحیې باید ټینګار ولري، د هېواد سیاسي خوندیتوب او د ټولنې عمومي حالاتو د ثبات د ساتلو، د ټولنیز عدالت د هڅولو او د وګړیو د عادي ژوند او کار د تضمین لپاره باید خپلې دندې پر غاړه واخلي او د عصري سوسیالیستي هېواد د هراړخیزې جوړونې او د چیني ملت د بیا سمسورتیا په موخه باید خپل کوښښونه جاري وساتي.
شي جين پينګ زیاته کړې، چې د بېلا بېلو کچو ګوندي کمېټې باید د سیاسي او قانوني کارونو لارښوونې پياوړې کړي او د دغو کارونو د عصري کېدو هڅولو لپاره باید ګټوره زمینه برابره کړي.
(هیله)