شي جين پينګ د چک له ولسمشر ميلوش زيمن سره انلاين ويډيو له لارې وکتل
CMG2023/01/09 22:57:48
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۹مې نېټې له غرمې وروسته له بېجينګ څخه په انلاين ډول د چک له ولسمشر ميلوش زيمن سره ويډيويي کتنه وکړه.

شي جين پينګ له نوموړي سره کتنه کې وويل: موږ په تېرو لسو کلونو کې څو څو ځله کتنې او تلېفوني خبرې کړې او د دواړو هېوادونو د اړيکو او د حکومتوالۍ تجربو په اړه مو نظرونه سره تبادله کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مو د ستراتيژيکو ملګرو اړيکو ته لوړې کړې دي. موږ په ګډه د دواړو خواوو د سوداګرۍ او د وګړو د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره هڅې کړې. چين ته د چک صادرات دوه چنده زياتوالی او په ۲۰۱۹م کال کې چک ته د چين د سيلانيانو شمېر د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۲۵۰ سلنه زياتوالی ښيي. چين له چک سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او چک خپل مهم ستراتيژيک ملګری ګڼي او غواړي چې له دغه هېواد سره د خپلمنځي اړيکو د دايمي ثبات او پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چين د چيني شکله عصري کېدو له لارې په هره برخه کې د چيني ملت د بيا سمسورتيا د پوره کولو په هڅه کې دی او د لوړې کچې ورخلاصون ته به دوام ورکړي، چې دا به د چک په شمول د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته نوی فرصتونه برابر کړي.

زيمن په دغه ويډيويي کتنه کې د دواړو هېوادونو په اړه د شي جين پينګ له خبرو سره موافقه څرګنده کړه او و يې ويل، چې هغه له رئيس شي سره دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له چين سره د اقتصاد او پانګونې د همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. نوموړي زياته کړه، چې چک هيله لري چې د اروپا او چين ترمنځ د اړيکو د سالم پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.