روسيه: په ځوابي بريدونو کې مو تر ۶۰۰ ډېر اوکرایني سرتېري وژلي
CMG2023/01/09 15:15:29
شريکول:

 د روسیې دفاع وزارت د جنورۍ په اتمې نېټې ويلي، چې ځواکونو يې د اوکراین په ختیځ کراماتورسک کې د اوکرایني سرتيرو د استوګنې پر یوې لنډ مهالې ودانۍ ځوابي بریدونه کړي او تر ۶۰۰ ډېر اوکرایني سرتيري يې وژلي دي. 

رویټرز د روسیې د دفاع وزارت په قول خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو دا بريدونه د جنورۍ په لومړۍ نېټه د روسیې تر کنټرول لاندې د ختیځ اوکراین په ماکیفکا ښارګوټي کې پر یوه موقتي کېمپ د اوکرایني ځواکونو د بريد په غچ کې کړي دي.

روسيې ویلي، چې د اوکرايني ځواکونو په هغه بريد کې يې ۸۹ سرتيري وژل شوي دي.

بلخوا اوکرایني چارواکو د روسیې دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي، چې د روسي ځواکونو په بريد کې يې سرتيرو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
الجزیرې د اوکراین په ختیځ کې د اوکرايني ځواکونو د ویاند سیرګي چیریوادي په قول خبر ورکړی، چې روسیېپه کراماتورسک کې بريدونه کړي او يوازې يې ملکي بنسټیز تاسیسات زيانمن کړي دي.