د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کونشنکوف د جنورۍ په ۸مې نېټې ويلي، چې روسي ځواکونو له لنډمهالي اوربند وروسته په کوپیانسک او دونیڅسک کې پر اوکرایني ځواکونو او نظامي تجهیزاتو بريدونه کړي او د اوکراین د هوايي ځواکو څو جنګي الوتکې يې غورځولې دي.
نوموړي ویلي، چې روسي ځواکونو لنډمهالی اوربند اعلان کړی و، خو اوکرايني ځواکونو په دونیڅسک، لوګنسک او زابورژيا کې د روسيې پر پوځي اډې او استوګنځايونو بريدونه کړي دي.
د اوکراین د ځواکونو عمومي قوماندان د جنورۍ په ۸مې نېټې خبر ورکړی، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د روسيې پر هوايي دفاع سیسټم بمباري کړې او د روسي ځواکونو څو ډرونونه او چورلکې يې نسکورې کړې دي.
(هیله)