د برازيل د مخکيني ولسمشر بولسو نارو پلويانو پراخ لاريونونه کړي او دولتي ادارو ته ننوتلي
CMG2023/01/09 11:22:51
شريکول:

راپورونه وايي، چې د برازيل د مخکيني ولسمشر جاییر بولسونارو پلويانو د لاريونونو په ترڅ کې د دغه هېواد په دولتي ادارو يرغل کړی دی.

د برازيل ولسمشر لولا ديلوا د جنورۍ په ۸مې نېټې د بولسو نارو د پلويانو سخته غندنه کړې او ويلي يې دي، هغه ټول کسان به " وموندل او مجازات شي" چې دولتي ادارو ته ننوتلي دي.

د مخکيني ولسمشر بولسو نارو پلويانو د برازيل په لر او بر کې لاريونونه پيل کړي او د روانې مياشتې د ۸مې نېټې په ماسپښین لا پسې پراخ شوي دي.

 زرګونو لاريونوالو د برازيل په پلازمينې برازيليا کې له پوليسو سره په اخ او ډب اوښتي او په زور د برازيل د پارلمان ودانۍ، سترې محکمې او ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتلي دي.