په سینیګال کې د بسونو د ټکر له امله ۴۰ تنه وژل شوي
CMG2023/01/09 14:50:06
شريکول:

راپورونه وايي، چې د سينيګال په کاورين سيمې کې د جنورۍ د اتمې نېټې په سهار وختي دوه بسونه ټکر شوي، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۷۰ زیات تنه ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، چې يو بس د همدې ورځې د سهار وختي په ۳ بجو او ۳۰ دقيقو، کاورين سيمې کې پر غځيدلي سړک ګړندی روان و، چې ناڅاپي يې ټېر چاودېدلی او مخامخ بل روان بس سره جنګېدلی دی.

د ځینو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی او ښايي د مړينې په شمېر کې يې زياتوالی راشي.

(ژباړه: شکريه)