د پکتیکا ډیله ولسوالي له مرکز ښرنې څخه ډېره لرې او له غزني ولایت سره پر پولې پرته ده.
دغه ولسوالي شاوخوا ۵۰ کلي لري او خلک يې له حکومته د روغتيايي اسانتياوو او د ماشومانو لپاره د ښوونځيو غوښتنې لري.
زموږ همکار دغې ولسوالۍ ته ورغلی او ځايي خلکو سره غږېدلی دی.