د چين استازي د پاکستان له سیلاب ځپلو سره د دوامدارو نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه
CMG2023/01/10 15:20:50
شريکول:

پاکستان او ملګرو ملتونو د جنورۍ په نهمې نېټې د سويس په جنيوا کې” له ناورين وروسته د پاکستان بيارغونه او د اقليمي بدلون پر وړاندې مقابله” په عنوان نړیوال کنفرانس ترسره کړی دی.

په دغه کنفرانس کې د چين د نړيوال پرمختګ د همکارۍ ملي ادارې رئيس لوه جاو هوی هم ګډون کړی و او په خپلې وينا کې يې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړي، څو دوی د بيارغونې چوکاټي موخې ته ورسېږي.

لوه جاو هوی ويلي، چې چين د تېر کال له دوبي راهيسې پاکستان ته خيمې، خوراکي توکي او نور مرستندويه توکي ورکړي او د روغتياپالو ډلې يې ورليږلي دي او پر دغو مرستو سربيره به له پاکستان سره د ۱۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ځانګړې مرستې وکړي، د ناورين د مخنيوي او کمولو په برخه کې به ۱۰۰۰ پاکستاني تخنيکي کارکوونکي او چارواکي وروزي او د پاکستان د سيلاب ځپلو سیمو له بيارغونې سره به د نړيوالو همکارانو په ډله کې ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې نړيواله ټولنه په تېره بيا پرمختللي هېوادونه مسئوليت لري، چې له پاکستان او نورو مخ پر ودو هېوادونو سره د سختو اقليمي ناورينونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرستې وکړي او پرمختللو هېوادونو تر اوسه خپله هغه ژمنه، چې هرکال به مخ پر ودو هېوادونو ته ۱۰۰ ميليارډه ډالره ورکوي، نه ده پوره کړې او له اقليمي بدلون سره نړيواله مقابله يې هم له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

پاکستان د ۲۰۲۲م کال په جون کې بې سارو سېلابونو وځاپه او ۳۳ ميليونه خلک يې سخت زيانمن شول.