د برازيل حکومت په يوې اعلاميې کې پر دولتي ادارو د لاريونوالو بريدونه غندلي
CMG2023/01/10 11:50:03
شريکول:

د برازيل ولسمشر لولا داسيلوا، ملي کانګرېس او فدرالي سترې محکمې د جنورۍ په ۹مې نېټې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او پکې يې د پخواني ولسمشر جېر بولسونارو د پلويانو لاريونونه او د دغه هېواد د واک پر ملي ارګانونو د دوی بريدونه غندلي دي.

د بولسونارو پلويانو څو ورځې مخکې د برازيل په لر او بر کې لاريونونه کړي او ځينو ځايونو کې يې پر دولتي ادارو بريدونه کړي دي.

د برازيل نوی ولسمشر لولا داسيلوا، د فدرالي سترې محکمې مشر ويبر، د استازو جرګې رئيسې ليلا او د ولسې جرګې سرپرست رئيس ډوريګو د روانې مياشتې د ۹مې نېټې په سهار ناسته کړې او وروسته يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده.

اعلاميه وايي، چې د برازيل د واک ملي ارګانونه به د خلکو يووالی وساتي او له قانون سره سم به اړوند تدبيرونه ونيسي.

د بولسو نارو زرګونو پلويانو د روانې مياشتې په ۸مې نېټې د لاريونونو پر مهال د برازيل ملي کانګرېس، فدرالي سترې محکمې او ولسمشرۍ ماڼۍ ته په زور ننوتل او له ځواکونو او پوليسو سره لاس او ګرېوان شول.