کارپوهان: د چين د کرونا وبا د وقايې نوي تدبيرونه د اقتصادي پرمختګ لپاره فرصتونه برابروي
CMG2023/01/10 11:57:08
شريکول:

چين په دې وروستيو کې د کرونا وبا د وقايې نوي تدبيرونه نيولې دي. د ځينو هېوادونو کارپوهانو ويلي، چې چين په تېرو ۳ کالونو کې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او د نړې له ګڼو هېوادونو سره یې د دې وبا پر وړاندې مبارزې کې مرستې کړې دي.

کارپوهانو د چين د کرونا وبا د وقايې نوي تدبيرونه د چين او نړۍ د اقتصادي سمسورتيا او پرمختګ لپاره ګټور بللي دي.

د قزاقستان د اروپا او اسيا د چارو څېړنيز مرکز د چين او اسيا د پروګرام مشر انتون بوګايانکو ويلي، چې د چين د اقتصاد پياوړتيا د اټکل وړ ده او دا په دې مانا ده، چې مونږ کولی شو، د اقتصادي پرمختګ او د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول تر منځ توازن پيدا کړو.

د روسيې د سوداګرۍ او صنعتي کمېټې مشر سرګي کاترين باور ښودلی، چې د روسيې او چين تر منځ دوه اړخيزه سوداګري به پراخه شي او نوي فرصتونه به رامنځته کړي.

د سينګاپور د سيلانيانو ملي ټولنې مشر هوانګ ياو شيونګ ويلي، چې ډېر سينګاپوريان غواړي چين ته سفر وکړي، ځکه د چين خوندور خواړه، ښکلې منظرې او دوديز کلتور په زړه پورې دي.

نوموړي باور ښودلی، چې په راتلونکې کې به ډېر زيات سيلانيان چين ته سفر وکړي.