د چين د هایدروجن انرژۍ د کيفيت د څار او ازموينې ملي مرکز د جنورۍ په ۹مې نېټې په چونګ چينګ ښار کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه مرکز به په عمده توګه د نوې انرژۍ موټرونو په برخه کې د هايدروجن انرژۍ د موټرونو د توليد صنعتي سلسلې څاري.
دا په چين کې د هايدروجن انرژۍ د څار لومړۍ مرکز دی، چې د نوې انرژۍ موټرونو د بېټريو، پرزو، اينجنونو او کيفيت په شمول د هايدروجن انرژۍ د توليداتو ټوله صنعتي سلسله څاري.