چين ګانګ د بنګلادېش له بهرنيو چارو وزير عبدل مومين سره وکتل
CMG2023/01/10 16:44:10
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جنورۍ د لسمې نېټې په سهار افريقا ته د رسمي سفر په لاره کې د بنګلادېش په پلازمينې ډاکه کې تم شوی او هلته يې په هوايي ډګر کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزيرعبدل مومين سره لنډه لېدنه کړې ده.

دواړو خواوو په لیدنې کې د چين او بنګلادېش ترمنځ دوستۍ ته لوړ ارزښت ورکړی او موافقه يې کړې، چې په نوي کال کې به خپلمنځي تګ راتګ نور هم پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره به ګډې هڅې وکړي.