د برېټانیې د فایننس ټایمز ورځپاڼې څو ورځې مخکې د پانګونې ارګان د کارپوهانو په قول خبر ورکړ چې د ګردې نړۍ پانګوال غواړي چین ته بېرته ستانه شي.
چین د جنورۍ له ۸مې نېټې څخه د کرونا وېروس د کابو کولو تدبیرونه تنظيم کړي او نړیوالو پانګوالو ته يې بیا پیاوړی باور جوړ کړی دی. په چین کې د ډېرو بهرنیو سوداګریزو ارګانونو په اند، د چین او بهر ترمنځ د مسافرو تګ راتګ به ډېر ژر عادي شي. ډېر نړیوال شرکتونه چین ته د خپلو لوړپوړو مشرانو د سفرونو پلانونه تنظیم کړي چې د اړوندو پروژو د بیا پیل وهڅول او د پانګونې نوي فرصتونه ولټول شي.
اوس د چین په کور دننه کې سوداګریزو سیمو ته د تلونکو کسانو شمېر بیا زیات شوی، د کلتور او سیلانیزو چارو بازار يې بیا تود شوی او په ډېرو سیمو کې يې زیاتې پروژې بیا پیل شوې. رویټرز د اقتصادي کارپوهانو په قول خبر ورکړ، چې د چین اقتصاد د عادي کېدو حالت ډېر پیاوړی دی.
د امریکې په شمول ځینو هېوادونو تل د چین په اقتصاد پسې د کمزورتیا پروپاګند تړلی او له چین سره د اقتصادي اړیکو پرېکون يې هڅولی. کله چې چین په تېرو درېیو کلونو کې د کرونا وبا ضد جدي تدبیرونه نیولي و، دوی ویل چې د بهرنیو پانګوالو باور کم شوی او له چین وغوښتل شول چې نرم تدبیرونه غوره کړي. خو اوس چین د کرونا ویروس د بدلون له مخې تدبیرونه تعديل کړي، دوی بیا پر چین بې ځایه تورونه لګولي او په چين پسې د نوي ډول ویروس د رامنځته کېدو شونتیا ښیي. دوی تل د چین پر وړاندې دوه ګوني معیارونه غوره کړي او رښتينې موخه يې د چین د پرمختګ مخنیوی او سر خوږی جوړول دي.
خو د دغو واقعیتونو پر وړاندې د دوی دغه شان ګونګوسې هرومرو ناکامېږي. شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۰م کال کې چین کې کارول شوې بهرنۍ پانګې د ۲۰۱۹م کال په نسبت ۶.۲ سلنه زیاتې شوې دي. په ۲۰۲۱م کال کې دغه شمېر ٪ ۱۴.۹ زیاتوالی ښيي او اندازه يې په لومړي ځل يې له زر میلیارډو یوانو څخه پورته شوه چې نوی ریکارډ يې جوړ کړی دی. د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې په چین کې کارول شوې بهرنۍ پانګې د ۲۰۲۱م ټول کال په پرتله نورې هم زیاتې شوې دي. له دې څخه ښکاري، چې د چین بازار د بهرنیو پانګونو ستر راخپلوونکی دی.
په چین کې د تولید ځنځیرونو وړتیا هم د بهرنیو پانګونو د جلب او راخپلولو یو مهم لامل دی. د اپل شرکت د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې د ۲۰۲۱م مالي کال د برابروونکو لېست خپور کړ چې له مخې یې له ۱۹۰ برابروونکو څخه ۱۵۰ يې په چین کې خپلې فابریکې جوړې کړې دي.
چين د جنورۍ په لومړۍ نېټه د بهرنیو پانګوالو د هڅولو په موخه د صنعتي چارو نوی لېست خپور کړ. په دغه نوي لېست کې ۱۴۷۴ مادې شاملې دي چې د ۲۰۲۰م کال بڼې په نسبت ۲۳۹ مادې زیاتې شوې او ۱۶۷ مادې اصلاح شوې دي. دغه نوی لېست به په چین کې د بهرنیو پانګوالو لپاره نوره پراخه زمینه برابره کړي او دوی ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.
د ګولدمن ساچس (Goldman Sachs) او مورګن سټنلي (Morgan Stanley) په شمول ځینو پولي ارګانونو په دې وروستیو کې په جلا جلا توګه د چین د ۲۰۲۳م کال د اقتصادي ودې په اړه خپلې وړاندوینې لوړې کړې دي. شنونکي وايي، چې د چین اقتصاد له ننګونو سره د مقابلې پیاوړی توان او ستر پټ قوي او حیاتي ځواک لري او د نړیوال اقتصاد د هڅوونکي ماشين په توګه د چین رول بې بديله دی.
بلخوا، د اقتصادي کارپوهانو او پانګوالو ګډه وړاندوینه کړې چې د امریکې اقتصاد به په ۲۰۲۳م کال کې کمزوری شي. د امریکې مرکزي بانک په تېر ۲۰۲۲م کال کې له انفلاسیون سره د مقابلې لپاره لوړ سود غوره کړی. د واشنګټن اقتصادي کارپوهانو په اشارې سره وویل، له دې امله چې د مالي تګلارو منفي اغېزه پاتې ښکاري، نو امریکایان ښايي د روان کال په لومړۍ نیمايي کې له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
نو د امریکې ځینې سیاستوال باید د خپل هېواد چارې ښې کړي، بلکې پر نورو بې ځایه تورونه دې ختم کړي.