چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۳م کال د پسرلني جشن د ماښامنۍ هنري نندارې درېیم تمرین ترسره کړ
CMG2023/01/10 12:50:48
شريکول:

چين میډيا ګروپ د جنورۍ په نهمې نېټې د دغه هېواد د ۲۰۲۳م کرنيز کال د رارسېدو يا پسرلني جشن په وياړ د ماښامنۍ هنري نندارې درېيم تمرين ترسره کړ.

پسرلنی جشن د چين په عنعنوي جشنونو کې تر ټولو مهم دی. د دغه جشن په وياړ د سي اېم جي ماښامنۍ هنري ننداره د بهرنۍ نړۍ لپاره د چيني کلتور د مالوماتو کړکۍ بلل کېږي.