چينيايانو د نوي کال د پېل په درشل کې بهرنۍ نړۍ ته تګ راتګ پېل کړ
CMG2023/01/10 16:22:11
شريکول:

د تايلنډ د روغتيا وزير، د سيلانيزو او سپورټي چارو وزير او د ټرانسپورټ وزير د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په ۹مې نېټې د دې هېواد په سوارنابيومي هوايي ډګر کې چیني مسافرو او سيلانيانو ته د هرکلي مراسم تر سره کړي دي.

 د چین حکومت په دې وروستيو کې د کرونا وبا مخنيوي پاليسي تعدیل کړ او اوس چينايانو بهر ته او بهرنيانو چين ته تګ راتګ پېل کړی دی.

۲۶۹ چينايان د چين له شيامن ښار څخه په الوتکې کې تايلنډ ته رسیدلي او دا د چين د حکومت د يادې پالیسۍ له تعديل وروسته د چيني مسافرو لومړی بهرنی سفر دی.