د بريتانیا رسنيو د جنورۍ په نهمې نېټې ويلي، چې د دغه هېواد حکومت په پام کې لري، چې اوکراين ته "چلنجر-۲" جنګي ټانکونه ورکړي او څو اوونۍ کيږي، چې په کور دننه يې په دې اړه خبرې پېل کړي، خو لا يې هم وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د ناټو غړو هیوادونو، چې په سر کې يې امريکا او بریتانیا قرار لري، د روسیې او اوکراین د شخړې له پیل راهیسې په سیمې کې ګډوډ حالات راپورته کړي دي.
روسي چارواکو په وار وار ویلي، چې اوکراین ته د لوېدیځو هېوادونو د وسلو ورکړه د شخړې په هواري کې مرسته نشي کولی، خو لوېديځ هېوادونه بیا بیا اوکراين ته وسلې او مهمهات ورکوي.