راپور: چين به نړيوال اقتصادي پرمختګ ته پرله پسې خوځنده ځواک برابر کړي
CMG2023/01/10 11:18:15
شريکول:

د نړيوالتوب په نوم نړيوال فکري مرکز د جنورۍ په نهمې نېټې «د ۲۰۲۳م کال چين او نړيوالتوب» راپور خپور کړی او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو، د اوکراين بحران، نړيوال پولي سيسټم، يو کمربند او يوې لارې، نړيوالې سېلانۍ، ډيجټلي اقتصاد او د اقليمي بدلون په ګډون په لسو برخو کې يې د پرمختګ تمايل تحليل او څيړلی دی.

په دغه راپور کې وړاندوينه شوې، چې په ۲۰۲۳م کال کې به د اوکراين بحران دوام ولري او په هواري يې ښايي خبرې اترې پيل شي. 

راپور وايي، د پيسو نړيوال سيسټم او نړيوال پولي سیسټم به په مداومه توګه تنظيم او د نړيوالو پانګونو بهیر به چټک شي، په نړۍ کې به انفلانسیون يا د پيسو پړسوب لاسخت شي او چين به هڅې وکړي، چې استهلاک د نړیوال اقتصاد د بيا سمسورتيا د اينجن په توګه وکاروي.

په راپور کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ته هم اشاره شوې، چې په روان کال کې به دغه وړانديز لس کلن شي او وده به يې نوي پړاو ته داخله او څواړخيزم او ګډې همکارۍ به يې پياوړې شي. 

راپور زياتوي، چې په روان ۲۰۲۳م کاله به د چين اقتصاد ډېر انعطاف منونکی شي او باکيفيته پرمختګ به يې د چيني شکله عصري کېدو بهير په ثابت پرمختګ کې مرسته وکړي. د اقليمي بدلون پر وړاندې نړيواله مقابله به سختې لارې او پيچومې ووهي او د سيمه ييزو همکاريو ميکانيزم به د اړوندو چارو او کړنو په چټکولو کې مثبت رول ولوبوي.


راپور په پای کې وايي، چې په روان کال کې به د نړيوال کېدو بهیر ډېر تنظيم شي او د چين د کرونا وبا د وقايوي چارو او د خلکو د تګ راتګ د تدبيرونو په تنظيم سره به دغه هېواد په مداومه توګه نړيوال اقتصادي پرمختګ ته قوي خوځنده ځواک  برابر کړي.