د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۹مه نېټه وويل، د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ به د دغه هيواد او افريقا ترمنځ د هرې برخې ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ له ۹مې نېټې څخه تر ۱۶مې ڼېټې پورې له اتوپيا، ګابن، انګولا، بنين، مصر او د اقريقايي ټولنې او عرب ليګ له مقرونو څخه ليدنه وکړي.
له ۳۳ کلونو راهيسې د چين د بهرنيو چارو وزيرانو افريقا د هر کال د خپل لومړي سفر هدف په توګه انتخاب کړی.