وانک ون بين: هيله ده چې بېلابېل هېوادونه په ګډه د خلکو امن او منظم تګ راتګ تضمين کړي
CMG2023/01/10 15:14:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په نهمې نېټې په یوې مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين په يو شمېر ولایتونو او ښارونو کې د کرونا وبا د خپرېدو اوج تېر شوی، توليدي فعاليتونه پکې روان او د خلکو ژوند يې په چټکۍ عادي شوی دی.

 نوموړي هيله وښوده، چې د نړۍ ټول هېوادونه په ګډه امن او ثبات وساتي او د خلکو د تګ راتګ لپاره تضمين برابر کړي.

وانګ ون بين وويل، د چين حکومت د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکوي او په هېواد کې يې د کرونا وبا د سختې خپرېدو مخه نيولې او پر يادې وبا د اخته کسانو د مړيني کچه هم پکې تر ټولو ټيټه ده.

نوموړي وويل، اوس د کوويډ-۱۹ اوميکرون بڼه ډېره کمزوره شوې او د چين د طبي درملنې او ټېسټ وړتياوې او د واکسين د تطبيق کچه هم په پرله پسې توګه لوړې شوې دي.

 د چين حکومت په شعوري ډول د کرونا وبا د وقايې تدبيرونه تنظيم کړي او د دې وبا پر وړاندې مبارزه يې د پوره تياري په اساس کړې ده.

وانګ ون بين زياته کړه، چې د چين حکومت اوس خپل تمرکز د خلکو روغتيا ساتنې او د سختو ناروغيو پر مخنيوي ورټول کړی او هڅه کوي، چې طبي سرچېنې ښې وکاروي، د درملونو توليد او د واکسين د تطبيق کچه لوړه کړي، د زړو کسانو، اومېدوارو ښځو او ماشومانو روغتيا وساتي او د سختو ناروغيو مخه ونیسي او مرګوني کچه نوره هم کمه کړي.

 د وانګ ون بين په وينا، چين له تېرو درېيو کالونو راهیسې د روغتيا له نړيوال سازمان سره د تخنيکونو د شريکولو په موخه تر ۶۰ زیاتې ناستې ترسره کړي او د انفلونزا د نړيوالې مالوماتي شبکې له لارې يې پر کرونا د اخته کسانو د ويروس جينيټيکي مالومات ورسره شريک کړي دي.

نوموړي د وينا په پای کې هيله وښوده ، چې بېلابېل هېوادونه پر ساينسي اصولو ټينګار وکړي، د خلکو امن او نظم وساتي، تګ راتګ يې تضمين کړي او د کرونا وبا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي.