په تېر يوه کال کې د چین د پورونو اندازه ۲۱۳۱۰ ميليارډو يوانو ته پورته شوې
CMG2023/01/11 12:05:29
شريکول:

د چين ولسي بانک د جنورۍ په ۱۰مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د دغه هېواد د چيني يوانو (CNY) د پورونو اندازه ۲۱۳۱۰ ميليارډو ته پورته شوې، چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۱۳۶۰ ميليارډه يوانه زياتوالی ښيي.

د ماالوماتو له مخې، په چين کې په ۲۰۲۲ کال کې د کورنيو پورونو اندازه ۳۸۳۰ مليارډه يوانه  او د تصديو او دولتي ادارو د قرضې اندازه يې ۱۷۰۹۰ ميليارډه يوانه لوړه شوې، چې پکې د منځمهالو او اوږدمهالو پورونو اندازه یې ۱۱۰۶۰ ميليارډه يوانه زياته شوې ده.

د چیني يوانو د زیرمې اندازه په تېر يوه کال کې له ۲۶۲۶۰ ميليارډو یوانو پورته شوې، چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۶۵۹۰ ميليارډه یوانه زیاتوالی ښيي.