نړیوال بانک: د لاتيني امريکا د ۲۰۲۳م کال اقتصادي پرمختګ ښايي ورو شي
CMG2023/01/11 10:57:08
شريکول:

نړيوال بانک د جنورۍ په لسمې نېټې «د نړيوال اقتصاد لرليد» راپور خپور کړی، چې له مخې يې په روان  ۲۰۲۳م کال کې ښايي د لاتيني امريکا او کارابين سيمې اقتصادي پرمختګ ورو شي او زياتوالی يې کابو  ٪ ۱.۳ ښودلی دی.

راپور وايي، چې په لاتينې امريکا کې به ګويان يوازينی هېواد وي، چې د روان کال په اقتصادي ودې کې به يې تر ٪۱۰ ډېر زياتوالی راشي.

راپور زياتوي، چې د لاتيني امريکا او کارابين سيمې بېلا بېلو هېوادونو په تېر کال کې د کرونا وبا د کابو کولو اقدامات نرم کړي او اقتصادي پرمختګ يې ښايي بيا خوځنده ځواک ترلاسه کړی وي، خو مهم اصلي لامل يې په انفلاسيون يا پیسو پړسوب پسې تړلی دی.

په ۲۰۲۲م کال کې د کارابين سيمې اقتصادي وده ٪ ۷.۷ ښودل شوې او نړيوال بانک وړاندوينه کړې، چې د دې سيمې اقتصادي وده به په ۲۰۲۳م کال کې ٪ ۵.۶ ته او په ۲۰۲۴م کال به ٪ ۵.۷ ته ښکته شي.