د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جنورۍ په ۱۰مې نېټې د اتوپيا په ادیسه بابا کې د دغه هېواد له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير ديميکي ميکونون سره کتلي او وروسته یې په يوې خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
چين ګانګ په يادې خبري ناستې کې ويلي، افريقا هارن(Horn of Africa) ډېر مهم ستراتيژيک مقام لري او د افريقا حتی د منځني ختيځ پر سولې او ثبات اغېزې درلودلی شي.
نوموړي ويلي، چين د افريقا هارن د سولې او پرمختګ ميکانيزم وړاندې کړی او موخه يې دا ده، چې د يووالي، ځان بسيا، سمسورتيا او ثبات په پوره کولو کې د دې سيمې له هېوادونو څخه ملاتړ وکړي.
د افريقا هارن په چارو کې د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي څو څو ځلې د دې سيمې له هېوادونو څخه ليدنې کړې دي.
چين ګانګ ويلي، د چين حکومت د افريقا هارن د سولې لومړۍ غونډې له جوړونې څخه ملاتړ کوي او د بېلا بېلو خواوو د ګډو نظريو د راغونډولو لپاره يې خدمتونه کړي دي. نوموړي زياته کړې، چې چين له اتوپيا سره د خوراکي موادو او واکسينونو په شمول د بشر دوستۍ مرستې کړي او دغو مرستو ته به دوام ورکړي او د جنګ ځپلو سيمو د بیارغونې په چارو کې به فعال ګډون وکړي.