ناټو او اروپايي ټولنې د ګډو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې همکاريزه اعلاميه لاسليک کړه
CMG2023/01/11 11:13:31
شريکول:

ناټو او اروپايي ټولنې د جنورۍ په ۱۰مې نېټې د ګډو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې همکاريزه اعلاميه لاسليک کړې او موخه يې په اروپا کې د ګډې دفاع د پياوړتيا او د ګډ امنيت پر وړاندې له ګواښونو سره مقابله ښودلې ده.

د ناټو سرمنشي جنس ستولتنبرګ، د اروپايي شورا مشر چارلېس ميشل او د اروپايي ټولنې مشرې ون دير لاين د همدې ورځې په سهار د ناټو په مرکز کې ياده اعلاميه لاسليک کړې ده.

دا له ۲۰۱۶م کال او ۲۰۱۸م کال وروسته، د ناټو او اروپايي ټولنې تر منځ د ګډو همکاريو درېيمه اعلاميه ده، چې دواړو خواوو پکې د همکاريو مالومات تازه کړې دي.

په دغې اعلاميې کې ویل شوي، چې اروپايي ټولنه او ناټو به جيو ستراتيژيکو سياليو د زياتېدو او د مهمو بنسټزو تاسيساتو د ساتنې، نوې او مهمې ټيکنالوژۍ، پر امنيت د بهرنۍ فضا، اقليمي بدلون اغېزې او په کورنيو چارو کې د بهرنيو مالوماتو لاسوهنې په اړه خپلمنځي همکارۍ پراخې او ژورې کړي.