چين: د يو کمربند او يوې لارې ثابت پرمختګ د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتیا ته خوځنده ځواک ورکړی
CMG2023/01/11 10:52:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په لسمې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ په تېرو لسو کلونو کې ثابت پرمختګ کړی او د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا ته يې خوځنده ځواک ورکړی دی.

 سږکال د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د مطرح کېدو لسمه کليزه ده.

وانګ ون بين وويل، چې چين به له بېلا بېلو خواوو سره ګډ پرمختګ وهڅوي، څو دغه د پرمختګ او نيکمرغۍ راوړونکې لار لا سمسوره او پراخه شي.

يوه خبريال په دغې مطبوعاتي غونډې کې له وانګ ون بين وپوښتل، چې چين ته د ترکمنستان ولسمشر سردار بيردي محمدوف د تازه سفر په بهیر کې د دواړو هېوادونو حکومتونو د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د ورېښمو لارې د بيا ژوندۍ کولو ستراتېژيکې لارې د وصل تفاهم يادښت لاسليک کړ او پدې سره چين د منځنۍ اسيا له ټولو هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې د همکارۍ سندونه لاسليک کړي دي، چين ورته په کوم نظر ګوري؟

وانګ ون بين د ياد يادښت لاسليکېدل چين ته د ولسمشر بيردي محمدوف د سفر مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې دغه سند به د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د ورېښمو لارې د بيا ژوندۍ کولو لاره سره ونښلوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ به پراخې او د ګډ برخليک ټولنې جوړولو ته به یې نوی خوځنده ځواک برابر کړي او د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د يو کمربند او يوې لارې ټولې همکارۍ به نوي پړاو ته ورسوي.