امریکا د کرونا وبا ضد نړیوالې مبارزې کې لویې ستونزې را ولاړې کړي
CMG2023/01/11 15:07:27
شريکول:

چین د جنورۍ په ۸مې نېټې د مسافرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره نوي لنډ مهالي تدبیرونه عملي کړي دي.

ډېرو هېوادونو د چیني سیلانیانو هرکلی کړی، خو د امریکې په مشرۍ ځینو هېوادونو بیا پر چیني سیلانیانو د محدودیت ځانګړي تدبیرونه لګولي دي.

امریکا یوه خوا پر چیني سیلانیانو د محدودیت لګولو ګامونه پورته کړي او بله خوا يې بیا له چین سره د واکسینونو د مرستې غږ پورته کړی دی، خو په حقیقت کې يې ریاکارانه رویه ډېره څرګنده ده.

امریکا ځان په نړۍ کې د کرونا وبا ضد واکسینونو تر ټولو لوی مرسته کوونکی بولي، خو په کور دننه يې د روغتیا څېړنیز سازمان شمېرې ښيي، چې د امريکا د حکومت هغه ژمنه، چې تر ۲۰۲۳م کال مخکې به ګردې نړۍ ته لږ تر لږه ۱.۱ میلیارډ واکسینونه برابروي، د روانې جنورۍ تر ۵مې نېټې پورې يې یوازې څه د پاسه نیمه برخه عملي کړې ده.

د امریکې د ساري ناروغيو د کنټرول مرکز شمېرې ښيي، چې د دغه هېواد حکومت د ۲۰۲۱م کال له مارچ تر سپتمبر پورې لږ تر لږه ۱۵ میلیونه واکسینونه ضایع کړي، یعنې تاریخ يې تېر شوی دی.

په حقيقیت کې دا د امريکايي چارواکو بې غوري ښيي، دوی کولی شوای، دغه واکسيونونه يې پر وخت کمزورو او وروسته پاتې هېوادونو ته لیږلي وای.

د امریکې بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې واشنګټن له هغو هېوادونو سره د کرونا ضد واکسينونو ډېره مرسته کړې، چې د چین په شاوخوا کې پراته دي.

شنونکي په دې اند دي، چې واشینګټن غواړي له واکسین سیاسي ګټه پورته کړي او د چين شاوخوا کې پراته هېوادونه دې ته وهڅوي، چې د چین ضد ټلوالې کې ګډون وکړي او دغې کړنې يې د کرونا وبا ضد نړیوالې مبارزې ته ډېر زیانونه رسولي دي.

په امریکا کې د تېرو درېیو کالونو په درشل کې د کرونا وبا ټولې بڼې خورې شوې دي او لامل یې دا ښودل کيږي، چې د دغه هېواد حکومت د کرونا وبا ضد مبارزې کې فعاله رویه نه درلوده او پر وړاندې يې اغېزمن تدبیرونه نه وو نيولي.

کرونا وبا د ګردې نړۍ بېلا بېلو سیمو ته خپور شوی او د نړیوالو ژوند او روغتیا ته يې سخت ګواښونه رسولي دي.

چین د کرونا وبا د خپرېدو د تېرو درېيو کالونو په بهیر کې د خپلو خلکو روغتيا ته لومړیتوب ورکړی او د دې وبا ضد مبارزې کې يې له نړیوالې ټولنې سره اغېزمنې همکارۍ کړې دي. چین تر اوسه ۱۵۳ هېوادونو او ۱۵ نړیوالو سازمانونو ته د کرونا وبا  ضد سل میلیارډه توکي برابر کړي او ۱۲۰ هېوادونو ته يې څه باندې ۲.۲ میلیارډه واکسینونه برابر کړي دي.

واقعیتونو دا په ډاګه کړې، چې امریکا د کرونا وبا ضد نړیوالې مبارزې کې لویې ستونزې پيدا کړې دي.