​نړيوال بانک د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه ٪ ۱.۷ ته ښکته کړې
CMG2023/01/11 15:50:37
شريکول:

نړيوال بانک د جنورۍ په لسمې نېټې «د نړيوال اقتصاد لرليد» راپور خپور کړی او د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه يې ٪ ۱.۷ ته ښکته کړې، چې د تېر کال د جون د ورته وړاندوينې په پرتله ٪ ۱.۳ کموالی ښيي او له تېرو ۳۰ کالونو  راهيسې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې ده.

راپور ښيي، چې انفلاسيون یا د پيسو پړسوب، د سود لوړوالي، د پانګونو د کموالي، د اوکراين بحران او د ځينو نورو لاملونو له امله نړيواله اقتصادي وده په چټکۍ د ورو کېدو په حال کې ده او د پرځېدو لمنې ته نږدې شوې ده.

په راپور کې د ۲۰۲۳م کال د نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه يوازې ٪ ۱.۷ ښودل شوې او دغه وضعيت له تېرو ۳۰ کالونو راهيسې يوازې د ۲۰۲۰م کال د کرونا وبا د پیلېدو او د ۲۰۰۹م کال د نړيوال پولي بحران له امله د نړيوال اقتصاد تر کمزوري وضعيت ښه بلل شوی دی.

راپور زياتوي، چې په ۲۰۲۴م کال کې ښايي نړیوال اقتصادي پرمختګ ٪ ۲.۷ ته لوړ شي.