بېجينګ: پر چيني مسافرو له تبعيضي محدوديتونو سره ټينګ مخالفت کوو
CMG2023/01/11 10:54:53
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۱۰ مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډه کې وویل، چې ځينو هېوادونو پر ساينسي واقعيتونو او په خپلو هېوادونو کې د کرونا وبا پر وضعيت سترګې پټې کړي او پر چيني مسافرو يې له تبعيضه ډک محدوديتونه لګولي دي.

نوموړي وويل، چين د ځينو هېوادونو له تبعیضي محدوديتونو سره ټينګ مخالفت کوي او په غبرګون کې به يې ورته اقدامات غوره کړي.

 په کوریا جمهوریت (جنوبي کوريا) کې د چين سفارت د جنورۍ په لسمې نېټې د دغه هېواد اتباعو ته د لنډمهالو ويزو ورکړه ځنډولې ده.

وانګ ون بين وويل، چين يو ځل بيا له اړوندو هېوادونو غواړي، چې د واقعيتونو له مخې د کرونا وبا د کابو کولو ساينسي اقدامات غوره کړي، وبا ته دې سیاسي رنګ نه ورکوي، تبعيضي کړنې دې بندې کړي او د هېوادونو ترمنځ د خلکو د عادي تګ راتګ او همکاريو مخه دې نه نيسي.