ډېر هېوادونه د چیني مسافرو د ورتګ هرکلی کوي
CMG2023/01/11 09:33:18
شريکول:

چین د روانې میاشتې له ۸مې نېټې څخه د کرونا وبا ضد نرمې شوې تدبیرونه عملي کړل. په داسې حال کې چې د اومیکرون وېروس د کرونا اصلي ویروس او دلتا ویروس په نسبت ډېر کمزور شوی او له امله يې د ناروغانو د مړینۍ کچه ډېره ټيټه شوې، نو چین پر وخت او علمي اصولو مطابق د کرونا وبا ضد تدبیرونه تنظیم کړي دي.

د کرونا وبا تر خپرېدو مخکې چیني سیلانیانو د بېلا بېلو هېوادونو د سیلانۍ او بازارونو د مشتریانو زیاته اندازه تشکیلوله.

چین په تېرو درېیو کلونو کې د کرونا وبا ضد جدي تدبیرونه نیولي و او له دې امله ډېرو هېوادونو او سیمو ته د چیني سیلانیانو په ورتګ کې کمښت راغلی و او د یادو هېوادونو او سیمو د سیلانۍ صنعت زیانمن شوی و، نو اوس هغوی د چیني سیلانیانو د ورتګ هرکلی کوي.

چین د مسافرو د تګ راتګ د اسانتیا د نويو تدبیرونو تر اعلان وروسته، د ټالند، فرانسې او مالیزیا په شمول ډېرو هېوادونو د چیني سیلانیانو د ورتګ هرکلی کړی دی. په چین کې د فرانسې سفارت په خپل ویبلاګ کې لیکلي، چیني دوستانو! فرانسه ستاسو د ورتګ تود هرکلی کوي!

د چین دودیز پسرلي اختر په رارسېدو سره بهرنیو هېوادونو ته د چیني مسافرینو د سفرونو د سپارښتنو شمېر په دې وروستیو کې څو چنډه زیات شوی دی.

بلخوا، په تېر نومبر میاشت کې، چین کې د کرونا وبا ضد تدبیرونو له تنظیم کېدو راهیسې، د جه جیانګ او جیانګ سو ولایتونو د ډېرو تصدیو مسئولان په ګړندي توګه د سوداګریزو چارو لپاره بهرنیو هېوادونو ته تللي، ځینو يې  خپلو تصدیو ته د بهر سوداګریز تړونونه لېږلي دي او ډېری فابریکې بیا په کارونو بوختې دي. له دې څخه ښکاري، چې نړیوال اقتصاد د چین حیاتي ځواک ته اړتیا لري، پرانیستی چین هم د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره ستر اهمیت لري.

نن ورځ د نړۍ زیاتره هېوادونو له چین سره د تولید ځنځیرونه جوړ کړي او د یو بل ترمنځ اړیکې يې ډېرې ټینګې دي. اوس د چین د تولیدي چارو هراړخیز عادي کېدل د ګردې نړۍ د صنعتي ځنځیر د بېرته عادي کېدو لپاره هڅونکی رول لوبولی دی.

د امریکې په شمول ځینو هېوادونو وغوښتل چې د چین له تولیدي ځنځیر سره اړیکې پرې کړي، او دا ګونګوسې يې خپره کړې چې ښايي چین کې د نوي ډول ویروس رامنځته شي چې د دې هېوادونو موخه د چین د پرمختګ مخنیوی دی.

د چین یو شرکت د جنورۍ په ۵مې نېټې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نفتو استخراج یو ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ. په دې پروژه کې به ۳ زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي او دا د افغانستان اقتصاد د هڅونکی لپاره هم ګټوره پروژه ده.

د انټرنټ ډېرو افغان کاروونکو ملګرو د چیني شرکت د پانګونې په اړه هرکلی څرګند کړی او هیله يې ښودلې چې نور زیات چيني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې وکړي. یو افغان انټرنیټ استعمالوونکي په کومنټ کې لیکلي، چې امریکې د چین د مخنیوي لپاره مختلف تدبیرونه نیولي، د دغو تدبیرونو له امله نه یوازې چین زیانمن شوی، بلکې د امریکې په شمول ځینو هېوادونو ته هم زیانونه رسوي.

په چین پسې د ویروس خپرېدو پروپاګاند تړل د چین د پرمختګ مخه نشي نیولای، ډېر هېوادونه هم له چین سره مقابلې ته نشي هڅولای. واشنګټن باید د نړۍ د لوی اکثریت اواز واوري او دغه ناسم تدبیرونه دې پرېږدي.

نړۍ د چیني مشتریانو هرکلی کوي. چین د ګردې نړۍ د صنعتي ځنځير د یو ځای کېدو لپاره هڅونکی رول لوبوي او د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره به ثابت عوامل برابر کړي.