د ایتوپیا لومړي وزیر له خپل چيني سیال سره وکتل
CMG2023/01/11 11:15:27
شريکول:

 

د ایتوپیا صدراعظم ابي احمد علي‌ د جنورۍ په لسمې نېټې د دې هېواد په پلازمېنې ادیسه ابابا کې د چین له بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ سره کتلي دي.

احمد علي په خپلو خبرو کې ويلي، چې ايتوپيا او چين د بنسټيزو تاسيساتو، زرغون اقتصاد، کرنې او د صنعتي مرکزونو د جوړولو په برخو کې پراخې همکارۍ کړي او ستر پرمختګونه يې تر لاسه کړي دي.

نوموړي ويلي، چې په افريقا کې د چين چارو د ايتوپيا له اقتصادي ودې سره ډېره مرسته کړې او د چيني شرکتونو هرکلی يې کړی، چې په دغه هېواد کې زياتې پانګونې وکړي.‌ 

 چين ګانګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې د چين او اتوپيا مشرانو په وروستيو کلونو کې د نظر نژدې تبادلې ساتلي او د نويو حالاتو پر وړاندې يې د اړيکو د پرمختګ لوري ته اشاره کړې ده.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې د یو بل ټینګ ملاتړ وکړي،‌ ګډ‌ پرمختګ دې ومومي او نړیوال عدالت دېوساتي.

 چين ګانګ اتوپيا ته تللی او د سفر په ترڅ کې يې د دغه هېواد له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ډیمیکمیکونن سره کتلي دي.

 دواړو سیالو وزيرانو د چين او اتوپيا د سیاسي مشورو د تفاهم یاداښتونه او هم همکاریز سندونه لاسلیک کړي دي.