د چين د خوراکي توکو د زېرمې ملي ادارې ويلي، چې له کورنيو بزګرانو څخه يې د ۲۰۲۲م کال د اوړي د غلو او خوراکي توکو د پېر کارونه پای ته رسولی او د مني د غلو دانو د پیرودلو چارې يې اسانې او منظمې روانې دي.
وړاندوينه کيږي، چې د چين د خواړو تصديو ښايي په ۲۰۲۲م کال کې شاوخوا ۴۰۰ ميلیارډه کيلو ګرامه غلې دانې پيرلې وي او دا کچه ښايي د کال د غلو دانو منځنۍ برخې ته رسیدلې وي.
په چين کې اوسمهال د مني د غلو دانو پيرېدل په اوج کې دي او پروسه یې ثابته او منظمه روانه ده.