په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي مرستيال دای بينګ د جنورۍ په ۱۰مې نېټې د امنيت شورا په يوې غونډې کې ويلي، چې نړيواله ټولنه دې په لوېديځې افريقا او ساحل سیمې کې د سولې او دوامدار پرمختګ ملاتړ وکړي.
نوموړي ويلي، په دې وروستيو کې لوېديځې افريقا او د ساحل سیمې هېوادونو د پېچلو او سختو نړيوالو او سيمه ييزو حلاتو پر وړاندې د ګډ امنيت د ساتلو، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د بيارغولو او د يووالي او همکاريو د پياوړتيا په برخو کې يو لړ مهمې پايلې تر لاسه کړې دي.
دای بينګ ويلي، چې نړيواله ټولنه او امنيت شورا دې په لوېديځې افريقا او د ساحل سيمې د هېوادونو ستونزې، ننګونې او واقعي غوښتنې ژورې وڅيړي، د اصلي ستونزو په حل کې دې ورسره همکارۍ وکړي او د دغې سيمې د سولې او دوامدار پرمخګ لپاره دې لا زيات ملاتړ برابر او مرستې دې ورسره وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې نړيواله ټولنه دې د افريقا لویې وچې په يادې سيمې کې د سيمه ييزو همکاريو ملاتړ وکړي، د ګډ امنيت پر وړاندې شته خنډونه دې له منځه یوسي او په دغې سيمې کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره دې له سياسي مشورو او خبرو اترو ملاتړ وکړي.
هغه ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د افريقا لويې وچې په يادې سيمې کې د دايمي سولې او امنيت د ساتلو په پار د پرمختګ او ادارې ملاتړ وکړي.