رسنۍ: امريکايي ځواکونو قصدا افغان ملکي وګړو ته د مرګژوبلې اړول پټ ساتلي وو
CMG2023/01/11 12:31:29
شريکول:

د امريکا هوايي ځواکونو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۹مې نېټې د افغانستان په پلازمينې کابل کې د بېپيلوټه الوتکې بريد وکړ، چې له امله يې ۲۰ ملکي وګړي ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

د امريکا پوځ له دې پېښې ۱۹ ورځې وروسته دا ومنله، چې په هوايي بريد کې يې ملکيان وژلي دي.

نيويارک ټايمز په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ د دغه هوايي بريد څېړنې ښيي، چې د امريکا د پوځ لوړ پوړو چارواکو له ياد هوايي بريد څو ساعته وروسته منلې وه، چې ملکي وګړي يې په نښه کړي دي، خو دا مالومات يې پټ ساتلي وو.

راپور وايي، چې د امريکا ځينو پوځي چارواکو په کابل کې د دوی د هوايي ځواکونو د اګست د ۲۹مې نېټې هوايي بريد وروسته په ۲۰ دقيقو کې دا خبر ترلاسه کړی و، چې په بريد کې يې ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې، خو ځانونه يې پرې غلي کړي وو.
 د بريد څيړونکو له يادې پېښې ۳ ساعته وروسته ويلي وو، چې په دغه بريد کې ۳ ماشومان وژل دي.